سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو ننګرهار ولایت کې د وسلو یوه سترمحموله چې پاکستان ته قاچاق کېدله نیولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ننګرهار کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وحیدالله احمدي وايي، په دغه محموله کې ۳۴ میله سپکې او درندې وسلې شاملې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونو دغه وسلې د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې نیولي او ورسره یې یو قاچاق کوونکی هم نیولی دی.
د یادونې ده، چې څه موده وړاندې هم ننګرهار کې هغه وسلې او مهمات ونیول شول، چې پاکستان ته په قاچاق وړل کېدې.
جمهورخبري آژانس:کابل