۰

د کابل بګرامیو کې د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې

چهارشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۷
راپورنه وايي، د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې، چې شپږ تنه په کې ټپیان شوي دي.
د کابل بګرامیو کې د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې
راپورنه وايي، د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې، چې شپږ تنه په کې ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لاریون پرون سه شنبې د لړم ۱۵ مه بګرامیو ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو له خوا د یو شمېر کورونو تر نړولو وروسته وشو.

ویل کېږي امنیتي ځواکونو په یاده سیمه کې هغه کورونه نړول، چې د امنیتي چارواکو په وینا پر غصب کړې ځمکه جوړ شوي وو.

خو د بګرامیو ځینې اوسېدونکي وايي، امنیتي ځواکونو د هغو بې وزلو خلکو کورنه نړول، چې تازه له پاکستانه راسته شوي دي.

ځايي اوسېدونکي زیاتوي، چې د لاریون پر مهال د لاریون والو او امنیتي ځواکونو تر منځ اخ ډب رامنځ ته شو او د امنیتي ځواکونو په ډزو کې شپږ تنه ټپیان شول.

خو د بګرامیو امنیه قوماندان سمونوال  عبدالقادر ولي زاده وايي لاریون کوونکو پر امنیتي ځواکونو د ډبرو ګزارونه او ډزې وکړې، چې په ترڅ کې یې یو سرتېری ټپي شوی دی.

دی وايي، د لاریون کوونکو د پاشلو له پاره امنیتي ځواکونو هم هوايي ډزې کړې دي، خو څلور تنه لاریون وال د لاریون کوونکو پر خپلو ډزو ټپیان شوي دي.

د ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي، وروسته د لاريون کوونکو سل تنه مشران د ولسوالۍ په مقام کې له مسوولينو سره د دغه ستونزې د حل په موخه وليدل.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي