۰

میدان وردګ او غزني کې امنیتي ځواکونو او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

پنجشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۹
سیمه ییز چارواکي وايي، میدان وردګ او غزني ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
میدان وردګ او غزني کې امنیتي ځواکونو او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییز چارواکي وايي، میدان وردګ او غزني ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند عارف نوري وایي، د غزني ښار اړوند د قلعه قاضي او د اندړو ولسوالۍ په سرخ دېوال سیمه کې د طالبانو په بریدونو کې څلور پولیس وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي، په دغه جګړو کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نه درلودل.

بل خوا د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل د دې ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر یوه پوسته د طالبانو د برید پخلی کړی دی.

نوموړي ویلي، چې طالبانو تېره شپه د یادې ولسوالۍ د مملو په سیمه کې د افغان پوځ په یوه پوسته برید کړی، چې درې سرتېري په کې وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

منګل وايي، د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې پنځه وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

طالب ویاند مجاهد هم په دواړو ولایتونو کې د جګړو د پخلي تر څنګ د ۸۳ افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

مجاهد وايي، په دغو جګړو کې طالبانو د حکومتي سرتېرو دوه قرارګاوې او پنځه پوستې هم نيولې دي، خو د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي