۰

یو داعشي د خپلې کورنۍ له غړو سره امنیتي ځواکونو ته تسلم شوی

سی شنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۸
په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې یو وسله وال د خپلې کورنۍ له ۱۱ غړو سره یو ځای امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی دی.
یو داعشي د خپلې کورنۍ له غړو سره امنیتي ځواکونو ته تسلم شوی
په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې یو وسله وال د خپلې کورنۍ له ۱۱ غړو سره یو ځای امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو نن سه شنبې د مرغومي ۱۱ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل تسلیم شوی داعشي بختان نومېږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي بختان د خپلې مېرمنې او د کورنۍ د ۱۰ نورو غړو سره یو ځای د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو ته تسلیم شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په تسلیم شویو کسانو کې درې مېرمنې او شپږ ماشومان هم شامل دي دي.

داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي