سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د داعش ډلې ۲۸ غړي اسلامي امارت ته تسلیم شوي او له جګړې یې لاس اخیستی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه داعشیان پرون سه شنبې د سلواغې ۱۹ مه اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي.
ځايي چارواکو وايي، دغه داعشیان د استخباراتو ریاست په هڅو له مخالفته لاس واخیست او د اسلامي امارت له مسوولینو سره یې بیعت وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ ننګرهار کې هم د ۵۰ داعشیانو د تسلیمېدو او هغوی ته د پېښنې خبر ورکړل شوی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل