۰

کونړ: په وسله وال برید کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۴۹
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کونړ ولایت کې یو وسله وال کس پر یوه موټر ډزې کړې او ۱۴ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
کونړ: په وسله وال برید کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کونړ ولایت کې یو وسله وال کس پر یوه موټر ډزې کړې او ۱۴ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن چهارشنبې د زمري ۲۹ مه د کونړ ولایت نړنګ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

ځايي چارواکي وایي، یوه وسله وال کس پر یوه موټر ډزې کړې، چې له امله یې څلور تنه وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

د کونړ چارواکي وایي، برید کوونکی هم په ټپي حالت کې نیول شوی دی.

د دغه پېښې د رامنځ ته کېدو لامل شخصي دښمني ښودل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي