۰

کونړ کې د داعش دوه اکمالاتي غړي نیول شوي دي

چهارشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۵
ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو کونړ ولایت کې د داعش ډلې دوه غړي نیولي، چې د ترهګرو کړنو تر څنګ یې دغه ډلې ته اکمالات هم کول.
کونړ کې د داعش دوه اکمالاتي غړي نیول شوي دي
ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو کونړ ولایت کې د داعش ډلې دوه غړي نیولي، چې د ترهګرو کړنو تر څنګ یې دغه ډلې ته اکمالات هم کول.

د جمهور خبري آژانس د خبرله مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د سلواغې ۲۹ مه خپره کړې یوه خبرپاڼه کې ویلي، د داعش دغه نیول شويو غړیو د ترهګرو کړنو او داعش ته د اکمالاتو تر څنګ اختطاف هم کولو او د سیمې له خلکو یې باج اخیست.

دفاع وزارت دا نه دي ویلي، چې دغه داعشیان د کونړ په کومه سیمه او څه وخت نیول شوي، خو ټینګار یې کړي، چې دوی په ترهګریزو کړنو کې لاس درلود.

خبرپانه وايي، له نیول شویو کسانو یو موټر سایکل، یوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي