۰

کونړ کې د ګاز ډبې چاودنې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

یکشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۱
سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د یوې ګاز ډبې د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
کونړ کې د ګاز ډبې چاودنې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د یوې ګاز ډبې د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د کب ۱۶ مه ماښام مهال د کونړ مرکز اسعدآباد ښار کې د یوې هټۍ مخې ته رامنځ ته شوې ده.

د کونړ امنیه قوماندان محمد یوسف مظلومیار وايي، په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې عیني شاهدان وايي، چاودنه د کبابو په یوه رستورانت کې رامنځ ته شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کونړ
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي