اسلامي امارت وايي، د استخباراتو ځانګړو ځواکونو وردګو ولایت کې د یوه سیمه ییز غیر مسوول وسله وال قوماندان عليپور د وسلو او مهماتو دوه پټنځایونه کشف کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسلامي امارت ویلي، دغه پټنځایونه د وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍ کې کشف شوي دي.
د سرچینې په وینا د عليپور له دغه پټنځایونو څخه يوه اندازه سپکې او درنې وسلې، يو پوځي موټرسايکل، کمرې، لاسي بمونه، په زرګونو مرمۍ او مهمات ترلاسه شوي دي.
د یادونې ده، چې اسلامي امارت مخکې هم د عليپور د وسلو د زېرمو د کشفولو خبر ورکړی و.
عبدالغني عليپور په وردګو کې د هزاره وسله والو یو مشهور قومندان و، چې په ډېرو قانون ماتونو او وژنو تورن و.
جمهورخبري آژانس:کابل