د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې په یوه ټوېټ کې ویلي له وېسټ سره یې په اسلام آباد کې لیدلي دي او د افغان پر روان وضعیت او بشري مرستو یې خبرې ورسره کړې دي.
نوموړې خبرې ګټورې بللې او ټینګار یې کړي، چې له افغانستان سره به د بشردوستانه مرستو په برخه کې همکاري ډېروي.
په ورته وخت کې توماس وېسټ هم چې لیدنه ګټوره او له لاس ته راوړنو ډکه وه.
وېسټ زیاته کړې، اندونیزیا د افغانستان په سیاست کې مهم رول لري او تل یې له دغه هېواد سره مرستې کړې دي چې په دې لیدنه کې هم د مرستو پر ډېرېدو او رسولو بحثونه شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل