سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې ۶۵ تنه داعش وسله وال د اسلامي امارت سرتېرو ته تسلیم شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځايي استخباراتي چارواکي زیاتوي، دغه داعشیان د ننګرهار په کوټ او بټي کوټ ولسوالیو کې د قومي مخورو په منځګړیتوب اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي.
د دوی په وینا تسلیم شویو داعشیانو په خپلو تېرو کړنو پښماني ښودلې او له جګړې لاس په سر شوي دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو مشر ډاکتر بشير ویلي، که یاد کسان بیا ځل دولت ضد فعالیتونو ته مخه کړي قانوني چلند سره به مخ شي.
د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې هم ننګرهار کې پنځوس تنه داعشیان اسلامي امارت ته تسلیم شوي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل