د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د حکومت د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د افغانستان د حالاتو څارلو لپاره یوه ډله ګومارلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې ډله کې د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر او د ملي امنیت سلاکار اجیت دوول هم شامل دي.
هندي رسنۍ وايي، دوی به د افغانستان د ورستیو تحولاتو په اړه د معلوماتو راټولولو تر څنګ په دغه هېواد کې د بند پاتې هندیانو د ایستلو په ګډون پر لازمو اقداماتو او بېړنیو لومړیتوبونو تمرکز کوي.
راپورونه زیاتوي، دا ډله له تېرو څو ورځو راهیسې په منظم ډول غونډې کوي.
دې ډلې له افغانستان څخه د هندي اتباعو او د افغان لږکیو د ایستلو او د دې موضوع د یقیني کولو په اړه چې له افغانستانه به په هېڅ صورت د هند پر ضد د تروریستي حملو لپاره کار نه اخیستل کېږي، خبرې کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل