د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکترعبدالله عبدالله سره لیدنه کې ویلي، هند د هغه سولې ملاتړ کوي، چې د افغانانو په مشرۍ او خوښه وي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي روغې جوړې عالي شورا واي، عبدالله هند ته د خپل سفر په ترڅ کې نن پنشنبې د تلې ۱۷ مه د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره لیدلي دي.
ښاغلي مودي په دغه لیدنه کې د افغانستان او هند تر منځ اړیکې تاریخي او پخوانۍ بللې او خپل هېواد د مرستو او همکاریو ډاډ یې ورکړی دی.
هغه د سولې په اړه ویلي، هند د هغه سولې ملاتړ کوي، چې د افغانانو په مشرۍ او خوښه وي، ځکه دا ډول یوه سوله کولی شي د ترهګرو د فعالیت زمینه له منځه یوسي.
په ورته وخت کې عبدالله د هند له مرستو او همکاریو څخه مننه کړې او د سولې په تړاو یې د قطر پلازمېنه دوحه کې د بین الافغاني خبرو په اړه معلومات ورکړي دي او په دې برخه کې یې د هند هڅو ستاینه یې کړې ده.
د یادونې ده، چې عبدالله عبدالله د پاکستان څخه تر راستنېدو څو ورځې وروسته هند ته په پنځه ورځي سفر ولاړ او د سفر موخه یې هم د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع پیاوړي کول دي.
جمهورخبري آژانس:کابل