وروسته له هغې، چې افغانستان کې د یو شمېر امریکايي او برېتانوي پوځیانو د پاتې کېدو راپورونه ورکړل شول، طالبانو خبرداری ورکړی، چې که ټول بهرني ځواکونه ونوځي دوی به پرې بریدونه وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو یو ځل بیا له افغانستان د ټولو بهرنوی ځواکونو په وتلو ټینګار کړی وايي، دوی د هېڅ بهرني نظامي حضور نه مني.
ځینې راپورونه وايي، امریکا او برېتانیا د خپلو دیپلوماتیکو ادارو د امنیت ساتنې لپاره د یو شمېر سرتېرو د پاتې کېدو تکل کې دي.
د طالبانو د قطر دفتر یوه غړي سهیل شاهین وايي، دوی د دیپلوماتیکو اداراتو له غړو او ملکي بهرنیانو سره هېڅ راز ستونزه نه لري، خو په افغانستان کې د هېڅ بهرني نظامي شتون نه مني.
شاهین د وروستیو جګړو په اړه ویلي، دوی د زور له لارې واک ته رسېدل نه غواړي خو د بهرنیانو حضور هم ورته د منلو نه دی.
نوموړي د بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام په صورت کې د جګړو د پراختیا خبرداری هم ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزرات په تازه څرګندونو کې منلې، چې دوی به کابل کې خپل سفارت کې یوه پوخي اډه جوړه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل