۰
افغان حکومت:

چا چې افغانستان کې جنایت کړی یوه ورځ به محاکمه کېږی

چهارشنبه ۲۹ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۸
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، هر چا چې افغانستان کې جنایت کړی یوه ورځ به محکمې ته راکاږل کېږي.
چا چې افغانستان کې جنایت کړی یوه ورځ به محاکمه کېږی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، هر چا چې افغانستان کې جنایت کړی یوه ورځ به محکمې ته راکاږل کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغانستان په همدې تړاو په هالنډ کې د نړیوالې جنايي محکمې له چارواکو سره په لیدنه کې یوه هوکړه هم کړې ده.

د ښاغلي اتمر په مشرۍ هالنډ ته تللي پلاوي پرون سه شنبې د غوايي ۲۸ مه کابل کې خبري ناستې ته و ویل، چې دوی په دې وروستیو کې له نړیوالې جنایې محکمې سره افغانستان کې د بشر ضد او جنګي جرمونو پر موضوع خبرې کړې.

یاد پلاوی وايي، جنایت کوونکی که له هرې طبقې وي باید عدالت ته وسپارل شي او یوه ورځ نه یوه ورځ به مجرمانه محکمې ته راکش کړل شي.

پلاوی زیاتوي، چې د نړیوالې جنایي محکمې له چاررواکو سره هوکړه کړې چې د جنګي جرمونو د بخښنې او معافیت پر وړاندې به په ګډه مبارزه کوي.

دواړو لورو په دغه لیدنه کې ټینګار کړي، چې هېڅ ډول شرایط باید جنګي جرمونو او قربنانیانو ته د عدالت رسولو پر وړاندې د خنډ او ځنډ سبب نشي.

دغه پلاوی وايي، د دې هوکړې موخه محکمې ته د مجرمینو را کاږل او د جګړې قربانیانو ته عدالت رسول دي، او پر جزئیاتو یې لا کار روان دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي اتمر په دغه خبرې ناسته کې دا هم و ویل، چې د عدالت پلې کېدو ته د حکومت ژمنتیا د سولې بهیر سره په ټکر کې نه ده.

نوموړي د جګړې قربانیانو ته د رسیدو په موخه د یوې ځانګړي کمیټې د جوړیدو خبر هم ورکړ.

په ورته وخت کې د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي چې له یاد پلاوی سره مل و ټینګار کړی، هر هغه څوک چې جنایت کوي یو وخت به هر مرو محاکمې ته سپارل کیږي.

د عدلیې وزیر وايي، که مجرم له هر قومه او هرې طبقې وي پر وړاندې یې د عدالت پلي کیدو ښه اراده رامنځته شوې.

یادونې ده، چې افغان حکومت د جنګي جرمونو نږدې دوه سوه دوسیې چې له ۲۰۰۳ کال راپدېخوا پېښې شوې، د هاګ نړیوالې محکمې ته سپارلي چې د بهرنیو ځواکونو جرمونه هم پکې شامل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي