۰

هلمند کې د کوکنارو کروندو د اړولو کمپاین پیل شو

دوشنبه ۲۶ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۷
وروسته له هغې چې د افغانستان د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده په هېواد کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو پر کښت بندیز ولګاوه په لومړي ځل هلمند کې د کوکنارو د کرکیلو له منځه وړلو لړۍ پیل شوه.
هلمند کې د کوکنارو کروندو د اړولو کمپاین پیل شو
وروسته له هغې چې د افغانستان د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده په هېواد کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو پر کښت بندیز ولګاوه په لومړي ځل هلمند کې د کوکنارو د کرکیلو له منځه وړلو لړۍ پیل شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي وايي، تازه په دغه ولایت کې څه باندې ۵۰ جرېبه ځمکه باندې کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.

کورنیو چارو وزارت د اسلامي امارت د مشر تر امر وروسته یې د لومړي ځل لپاره د کوکنارو د کروندو پر له منځه وړل پیل کړی دی او دا چاره به تر هغه وخته پورې دوام ولري څو یې ټولې ځمکې د کوکنارو له بوټو پاکې کړې نه وي.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې اسلامي امارت د کوکنارو پر کښت، قاچاق، پېر او پلور بندیز ولګاوه او له سرغړونکو سره یې د قانوني چلند خبرداری ورکړ.

د اسلامي امارت دغه اقدام په نړیوال کچه ستایل شوی او ځینې هېوادونو ان پر نړیواله ټولنه غږ وکړ، چې د افغان کرونده ګرو سره د بدیل معیشت په برخه کې همکاري او مرستې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي