د ولسمشر د یوه حکم پر اساس محمد داوود لغمانی د غزني ولایت د والي په توګه ګمارل شوی او خپله یې دنده پیل کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي لغمانی د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د ولسمشر غني په حکم د غزني والي شو.
ښاغلی لغماني نن شنبې د غبرګولي ۸ مه غزني ولایت ته رسېدلی، رسمآ معرفي او په خپله دنده یې پیل کړی دی.
نوموړی د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د دفتر رئيس سميع الدين حقمل له لوري رسماً ولايتي ادارې او ولسونو ته ور معرفي او دنده يې پېل شوه.
باید و ویل شي، چې محمد داوود لغماني څه موده وړاندې د ولسمشر له خوا د فاریاب د والي په توګه وټاکل شو، خو فاریابیانو او د مارشال دوستم د پلویانو له خوا ومنل شو.
جمهورخبري آژانس:کابل