محمد داوود لغمانی دا ځل د فاریاب پر ځای د غزني والي وټاکل شو

8 جوزا 1400 ساعت 15:09

د ولسمشر د یوه حکم پر اساس محمد داوود لغمانی د غزني ولایت د والي په توګه ګمارل شوی او خپله یې دنده پیل کړې ده.


د ولسمشر د یوه حکم پر اساس محمد داوود لغمانی د غزني ولایت د والي په توګه ګمارل شوی او خپله یې دنده پیل کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي لغمانی د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د ولسمشر غني په حکم د غزني والي شو.

ښاغلی لغماني نن شنبې د غبرګولي ۸ مه غزني ولایت ته رسېدلی، رسمآ معرفي او په خپله دنده یې پیل کړی دی.

نوموړی د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د دفتر رئيس سميع الدين حقمل له لوري رسماً ولايتي ادارې او ولسونو ته ور معرفي او دنده يې پېل شوه.

باید و ویل شي، چې محمد داوود لغماني څه موده وړاندې د ولسمشر له خوا د فاریاب د والي په توګه وټاکل شو، خو فاریابیانو او د مارشال دوستم د پلویانو له خوا ومنل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 139226

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139226/

جمهور
  https://www.jomhornews.com