۰

کابل کې د اختطافچیانو درې غړي نیول شوي دي

یکشنبه ۲ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۷
کابل پولیس په دغه ښار کې د انسان تښتوونکو د یوې ډلې د درې تنو غړو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
کابل کې د اختطافچیانو درې غړي نیول شوي دي
کابل پولیس په دغه ښار کې د انسان تښتوونکو د یوې ډلې د درې تنو غړو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پولیس وايي، دغه درې انسان تښتوونکي یې پرون شنبې د غبرګولي اوله مازیګر مهال د ۱۶ مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نیولي دي.

سرچینه زیاتوي، د انسان تښتوونکو دغه دله چې د کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې یې قتلونه او اختطاف کاوه له څه مودې راهیسې د پولیسو تر تعقیب لاندې وې، چې بالاخره پرون ونیول شول.

کابل پولیس وايي، له دې انسان تښتوونکو یو میل کلاشنکوف، درې شاجورونه، څلور سیټه موبایل، دوه چاقوګان تر لاسه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي