کابل کې د اختطافچیانو درې غړي نیول شوي دي

2 جوزا 1400 ساعت 8:57

کابل پولیس په دغه ښار کې د انسان تښتوونکو د یوې ډلې د درې تنو غړو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.


کابل پولیس په دغه ښار کې د انسان تښتوونکو د یوې ډلې د درې تنو غړو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پولیس وايي، دغه درې انسان تښتوونکي یې پرون شنبې د غبرګولي اوله مازیګر مهال د ۱۶ مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نیولي دي.

سرچینه زیاتوي، د انسان تښتوونکو دغه دله چې د کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې یې قتلونه او اختطاف کاوه له څه مودې راهیسې د پولیسو تر تعقیب لاندې وې، چې بالاخره پرون ونیول شول.

کابل پولیس وايي، له دې انسان تښتوونکو یو میل کلاشنکوف، درې شاجورونه، څلور سیټه موبایل، دوه چاقوګان تر لاسه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 139057

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139057/

جمهور
  https://www.jomhornews.com