د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما له مشرې دیبورا لاییز سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي روغې جوړې عالي شورا نن دوشنبې د وري ۲۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي عبدالله د خپل کار په دفتر کې له مېرمن لاینز سره وکتل.
سرچینه زیاتوي په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې په برخه کې پر وروستیو بدلونونو، پرمختګونو او د استانبول کنفرانس لپاره پر تیاریو او د سولې لپاره د افغان حکومت پر طرحه خبرې کړې دي.
خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
دا لیدنه پر داسې مهال کېږي، چې د سولې عالي شورا وایي، دوی د ترکیې د ناستې لپاره د سولې طرحه توحید او بشپړه کړې ده.
د ترکیې د ناستې کره نېټه تر اوسه نه ده معلومه خو پرون د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې ممکن دا غونډه روانه اوونۍ وشي.
د هغه په وینا د غوندې مهمه برخه به پر اوربند، د ارزښتونو پر ساتلو او دغه راز د راتلونکي حکومت پر جوړښت راڅرخي.
جمهورخبري آژانس:کابل