د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې وايي، جګړه باید د خبرو له لارې پای ته ورسول شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه لېږلي پیغام کې کړې او ښاغلي اتمر ته یې د وزارت مبارکي ویلي.
نوموړي ویلي، امریکا له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکې ده او تمه لري چې په دغه هېواد کې روانه جګړه ژر تر ژره ختمه کړل شي.
پمپیو یو ځل بیا ټینګار کړي، چې امریکا د افغانستان تر څنګ ولاړه ده او د افغانستان د جګړې پای ته رسول او سوله راوستل د ټولو ګډ مسوولیت دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې چې افغان حکومت او طالبان په خپلو کې تاوتریخوالی سره کم کړي.
د یادونې ده، نوموړي وړمه ورځ هم د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه غندلې وه او روان تاوتریخوالی یې د سولې په زیان بللی وو.
ده زیاته کړې وه، چې که د خبرو د پیل سره هممهاله تاوتریخوالی کم نه شي نو د سولې خبرې به کومې پایلې ته ونه رسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل