۰
امریکا:

که تاوتریخوالی کم نه شي، د افغان سولې خبرې نتیجه نه ورکوي

شنبی ۱۵ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۲
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، که په افغانستان کې روان تاوتریخوالی کم نه شي، د سولې روان خبرې به کومه پایله ونه لري.
که تاوتریخوالی کم نه شي، د افغان سولې خبرې نتیجه نه ورکوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، که په افغانستان کې روان تاوتریخوالی کم نه شي، د سولې روان خبرې به کومه پایله ونه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو دغه څرګندونې پرون جمعه د لیندۍ ۱۴ مه د بحرین پلازمېنه منامه کې د ستراتېژیکو مطالعاتو نړیوالو انستېتیوت ته په ویډیويي کنفرانس کې کړې دي.

نوموړي، د افغان حکومت او طالبانو پلاویو ته ویلي که د خبرو اترو پر مهال تاوتریخوالی روان وي نو مذاکرات به نتيجه ونه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه د نه منلو لوړه ده.

ده زیاته کړې«موږ باید د تاتریخوالي د کچې پر ټيټولو خبرې وکړو، زه خوشبینه یم، دوه اوونۍ مخکې زه په دوحه کې وم او د افغان حکومت او طالبانو له مذاکراچي ټیمونو سره مې وکتل، ما دوی ته ښکاره وویل چې د مذاکراتو پر مهال باید د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه دوام ونه کړي ځکه خبرې به نتیجه ورنه کړي.»

مایک پمپیو هیله څرګنده کړې چې د مذاکراتو لوري به د اوربند په ګډون پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې نن په رسمي ډول د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي خبرو ته سره کېږي.

دوی څو ورځې وړاندې د مذاکراتو پر اصولو او اجنډا توافق ته سره ورسېدل او په ګډه اعلامیه کې یې ویلي و، چې ډېرې ژر به رسمي خبرې پیل کړي.

که څه دا نه ده په ډاګه چې دوی به لومړی په کومو موضوعاتو خبرې وکړي، خو د افغان حکومت مرکچي پلاوی ویلي و، دوی به لومړی د اوربند په اړه خبرې وکړي او ټينګار به پرې وکړي.

هغه موضوع چې طالبانو تل ترې انکار کړی دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي