ولسمشر اشرف غني وایي دښمن هڅه کوي د بیان پر ازادۍ د بریدونو له لارې د ولس رسا غږ خاموشه کړي او په دې توګه خپل جنایتونه پټ کړي.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په هلمند کې د آزادي راډیو پر خبریال الیاس داعي شوی برید په کلکو ټکو غندلی او د هغه له کورنۍ سره یې غمشریکي ښودلې ده.
ښاغلي غني ویلي، د بیان ازادي د دولت لویه لاس ته راوړنه ده خو ترهګرې ډلې غواړي په ورته بریدونو سره د حقایقو د ښکاره کېدو مخه ونیسي او پر خپلو جنایتونو پرده وغوړوي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې ترهګرې ډلې د دا ډول بریدونو په وسیله د ولس غږ نه شي چوپ کولی او ټینګار یې کړی چې د بیان ازادۍ لویه لاس ته راوړنه په درنو قربانیو ترلاسه شوې ده چې حکومت یې هر اړخیزه ساتنه کوي او لا ودې ته یې ژمن دی.
بل خوا د خبریالانو د خوندیتوب بنسټونه حکومت د خبریالانو د امنیت په تامین کې ناکام بولي.
الیاس داعي نن سهار په هلمند کې د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شو او ورور یې ټپي شوي.
دا په روان یوه اوونۍ کې دوهم خبریال دی، چې وژل کېږي.
تر داعي څو ورځې وړاندې د طلوع تلوېزیون پخوانی ویاند او د مرکزي بانک کارکوونکی هم په ورته یوه چاودنه کې وژل شوی و.
جمهورخبري آژانس:کابل