ارګ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردی محمدوف سره تلېفوني اړیکه کې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ داقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ نن چهارشنبې د غبرګولي ۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي په دغه اړیکه کې د سیمې د اقتصادي پراختیا او ترازیټ ستونزو پر حل هم خبرې شوې دي.
ارګ وايي، د ترکمنستان ولسمشر ژمنه وکړه، چې هېواد به یې د افغانستان په تورغندۍ او اندخوی بندرونه کې د کرونا د ټسټ دوه مرکزونه جوړوي او دغه راز لارۍ موټر به ضد عفوني کوي.
ولسمشر غني د ښاغلي محمدوف د دغه ژمنې څخه مننه وکړه او ویلي یې دي، چې دا به د کرونا په مخنوي کې ګټور تمام شي.
ښاغلي زیاته کړې، چې دغه موضوع باید د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه پرې خبرې وشي.
ترکمنستان پر داسې مهال په تورغندۍ او اندخوی بندرونو کې د کرونا ټسټ مرکزونه جوړوي، چې افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۲۴۵۶ تنو ته رسېدلی دي.
جمهورخبري آژانس:کابل