امنیتي سرچینې وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په کندهار ولایت کې یوه ښځینه پولیسه باندې ډزې کړې او وژلې یې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د وري ۵ مه د کندهار ښار د څلورمې حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
امنیتي سرچینې وايي، دغه ښځینه پولیسې په دامان ولسوالۍ کې دنده درلوده او پرون مازیګر په کندهار ښار کې د نامعلومه وسله والو کسانو په غلچکي برید کې وژل شوې ده.
د سرچینې په وینا بریدګر تر برید وروسته په تېښته بریالي شوي، خو امنیتي ځواکونو یې د نیولو پلټنې پیل کړې دي.
تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی خو دا په تېره یوه ورځ په کندهار ښار کې درېیمه ورته پېښه ده، چې رامنځ ته کېږي.
جمهورخبري آژانس:کندهار