۰

کابل کې چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

یکشنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۳۳
امنیتي مسوولین وایي، پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کابل کې چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
امنیتي مسوولین وایي، پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن یکشنبې د زمري ۲۶ مه د کابل د بګراميو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند جنرال مبین ویلي، چاودنه د سړک د غاړې خښ شوي ماین د طالبانو په یوه رنجر موټر چاودنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او څلور طالبان ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي