ارګ وايي، د چین ولسمشر شي جین پېنګ افغان ولسمشر غني ته د بیا ولسمشر کېدو مبارکي او له افغانستان سره د هر اړخیزه همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي پېنګ ولسمشر غني ته په لېږلي لیک کې افغانستان خپل ستراتېژيک ملګری بللی او ویلي یې دي، چې د افغانستان هر اړخیزه مرستې ته چمتو دی.
ارګ وايي، پیغام کې د چین ولسمشر محمد اشرف غني ته په ولسمشریزو ټاکنو کې د بیا ټاکل کېدو مبارکي ویلې او هیلهیې څرګنده کړې چې افغانستان به ژر تلپاتې سولې ته ورسېږي.
د چین ولسمشر دې پيغام کې محمد اشرف غني سره د ګډ کار د دوام غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د کابل او پېنګ همکارۍ باید نوي پړاو ته ورسول شي.
جمهورخبري آژانس:کابل