د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا د څار ځانګړې اداره یا سیګار وايي، افغان حکومت د فساد ضد پلانونو او پالیسیو په تطبیق کې بریالی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ادارې سرمفتش جان سوپکو ویلي، سیګار د فساد پر وړاندې مبارزه کې د افغان حکومت له هڅو راضي دی.
نوموړي دغه څرګندونې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې کړې دي.
د سیګار مشر وايي، افغان حکومت بریالی شوی چې د پام وړ اصلاحات راولي او په دولتي اداراتو کې د فساد په مخنیوي کې ګټور ګامونه پورته کړي.
نوموړي له ولسمشر غني سره په لیدنه کې هیله څرګنده کړې چې دغه لړۍ پراخه شي او د فساد رېښې د تل لپاره ختمې شي.
په ورته وخت کې ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې ویلي، دوی د فساد پر وړاندې مبارزې ته ژمن دي او په دې برخه کې د نړیوالو همکاریو ته اړتیا لري.
جمهورخبري آژانس:کابل