۰
ټرمپ:

سیګار دې د افغانستان د بیارغونې په اړه راپوټونه نه خپروي

پنجشنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۰
امریکايي رسنۍ وايي، ولسمشر ټرمپ دفاع وزارت ته د هغو رپوټونو د نه خپرېدا سپارښتنه کړې، چې د افغانستان د بیا رغونې پر چارو په کې سختې نیوکې کوي.
سیګار دې د افغانستان د بیارغونې په اړه راپوټونه نه خپروي
امریکايي رسنۍ وايي، ولسمشر ټرمپ دفاع وزارت ته د هغو رپوټونو د نه خپرېدا سپارښتنه کړې، چې د افغانستان د بیا رغونې پر چارو په کې سختې نیوکې کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ د کابینې په یوه غونډه کې چې پر تلوېزیون خپرېده ویلي، هغه مالومات چې د افغانستان د بيارغونې د څار ځانگړې اداره "سيگار" يې خپروي يو امنيتي خطر کېدى شي.

امريکايۍ مجلې مادر جونز د ټرمپ له قوله لیکلي، دښمن دا رپوټونه لولي او دى نه غواړي چې دا بيا تکرار شي.

مجله  زیاتوي، سيگار په تېرو يوولسو کلونو افغانستان کې د ١٣٠ ميليارد ډالرو د لګښت مديريت څارلى او امريکايي او افغان چارواکي يې د ټګۍ برګۍ او بې ځايه لګښت مسوول بللي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي