۰

سیګار: د افغان پوځ له لیکو ۴۲ زره خیالي نومونه ایستل شوی دي

شنبی ۱۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۳
د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا د څاروونکې ادارې یا سیګار راپور وايي، د افغان پوځ له لیکو ۴۲ زره خیالي نومونه ایستل شوي دي.
سیګار: د افغان پوځ له لیکو ۴۲ زره خیالي نومونه ایستل شوی دي
د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا د څاروونکې ادارې یا سیګار راپور وايي، د افغان پوځ له لیکو ۴۲ زره خیالي نومونه ایستل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیګار په دغه تازه راپور کې ویلي، دغه نومونه د افغان ځواکونو د بایومتریک پروسې له پیل راهیسې ایستل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال وروستیو دریو میاشتو کې د ملي پوځ د سرتېرو په شمطر کې د تېر ۲۰۱۸ کال په پرتله د پام وړ کموالی لیدل کېږي.

راپور کې که څه هم د افغان پوځ د سرتېرو د کمېدو په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي، خو د پوځ له لیکو د خیالي نومونو ایستل ښايي یو د پوځ د سرتېرو کموالی وي.

سیګار وايي، د ۴۲ زره خیالي نومونو ایستل کېدو د فساد هغه زمینه له منځه وړې، چې له امریکا او د هغه له ملګرو هېوادونو سره په افغانستان کې کېده.

د یادونې ده، چې د خیالي نومونو موضوع نه یوازې په پوځ، بلکې په نورو افغان ځواکونو، پوهنې وزارت او یو شمېر نورو ادارو کې هم شته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي