۰
سیګار:

ان ۲۰۲۱ کې افغانستان کې ۶۰ سلنه بلک هاک چورلکې له کاره لوېدلې وې

شنبی ۳۱ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۵
سیګار وایي، له افغانستان څخه د ۲۰۲۱ میلادي کال په پسرلي کې د امریکایي روزونکو او مسلکي کسانو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې پاتې امریکایي بلک هاک چورلکې له خاورو سره خاورې شوې دي.
ان ۲۰۲۱ کې افغانستان کې ۶۰ سلنه بلک هاک چورلکې له کاره لوېدلې وې
سیګار وایي، له افغانستان څخه د ۲۰۲۱ میلادي کال په پسرلي کې د امریکایي روزونکو او مسلکي کسانو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې پاتې امریکایي بلک هاک چورلکې له خاورو سره خاورې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار ادارې (سیګار) د تېر شل کلن ماموریت د زده کړو تر عنوان لاندې په خپل وروستي راپور کې د پخوانيو افغان جنرالانو له خولې خپرې کړې دي.

دغه جنرلانو په راپور کې ویلي، چې د امریکایي قراردادیانو تر وتلو وروسته ۶۰ سلنه بلک هاک چورلکې له کاره ولوېدې.

یادو جنرالانو زیاته کړې، چې نه امریکایي چارواکو او نه هم د وخت افغان رژیم د یادو چورلکو د بیا فعالولو لپاره پلان او هوډ درلود چې بلاخره یادې چورلکې له خاورو سره خاورې شوې.

سیګار چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د تېرو دوو لسیزو د بیا رغونې هڅې څېړي دغه راز وایي، دا چورلکې پر داسې مهال د له منځه تلو له ګواښ سره مخ وې چې د افغان سرتېرو په اډو کې په ورځني ډول لسګونو سرتېرو د مهماتو او طبي توکو نه لرلو له امله ساه ورکوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي