سیمه ییز چارواکي وايي، میدان وردګو ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبې د غبرګولي ۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، پولیس او طالبان تېره شپه د میدان ښار او جلریز پر لار په جګړه سره کېوتل.
سرچینه زیاتوی، چې په دغه جګړه کې د نرخ ولسوالۍ د بادام سیمې لپاره د طالبانو سیمه ییز قومندان صدام په ګډون ۱۲ طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
په دغه خبرپاڼه کې د پولیسو او ولسي وګړو د زیان په اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم طالبانو تر اوسه غبرګون ښودلی.
جمهورخبري آژانس:میدان وردګ