کابل کې د اسلام آباد سفارت اعلان کړی، چې د تورخم دروازه د دریو ورځو له پاره د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سفارت نن سه شنبې د زمري ۲ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د تورخم دروازه به سر له نن څخه تر راتلونکې پنشنبې پورې د افغان وګړو د تګ راتګ پر مخ تړلې وي.
په اعلامیه کې د دروازې د تړل کېدو لامل په دغه هېواد کې پارلماني ټاکنې بلل شوې دي.
له دې سره په څنګ راپورونه وایي، د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوالو ته هم خبردارۍ ورکړی چې له خپلو کمپونو د باندې راونوزي.
پاکستاني چارواکي وايي، دغه ګام یې د دې له پاره اخیستی، تر څو د ټاکنو امنیت په ښه توګه ونیول شي.
باید و ویل شي، چې په پاکستان کې پارلماني او ایالتي ټاکنې سبا چهارشبنې د زمري ۳ مه تر سره کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل