سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په کاپیسا ولایت کې د یوې خونړي موټر بم برید مخه نیولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کاپیسا د پولیسو مشر مل پاسوال محمد رازق یعقوبي، و ویل، پولسو هغه شپږ وسله وال ونیول، چې په یوه له چاوېدونکو توکو ډک موټر کې سپاره او غوښتل یې یو خونړی برید تر سره کړي.
د نوموړي په خبره دغه وسله والو غوښتل، د کاپیسا ولایت د مرکز محمود راقي ښار په یوه ګڼ مېشت سیمه کې برید تر سره کړي، خو پولیسو یې مخینوی وکړ.
دی زیاتوي، چې دغه شپږ وسله وال چې د پوځ له تجهزیاتو څخه په ګټنې غوښتل برید وکړي، چې د پولیسو له لوري د پېژندل کېدو سره سم یې په لومړي برید کې د لومړۍ امنیتي حوزې امر په ډزو و وژه خو څو دقیقې وروسته د پولیسو له خوا ژوندي ونیول شول.
د کاپیسا امنیه قوماندان زیاته کړه، چې دغه وسله وال د محمود راقي ښار په نوآباد سیمه کې د پولیسو له لوري نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د یاد ولایت پولیسو په محمود راقي ښار کې د چاوېدونکو توکو ډک موټرسایکل د کشف او نیولو خبر ورکړی و.
جمهورخبري آژانس:کاپیسا