په هلمند ولايت کې دولتي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يو مدني فعال له خپل زوى سره د طالبانو له خوا نيول شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، وسله والو طالبانو دغه مدني فعال او زوى يې دوه ورځې وړاندې د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه ښار د اتمې ناحيې له مسوولينو څخه نيولي وو.
سرچينې دغه مدني فعال د "عبدالغفار" په نوم او زوى يې "رفيع الله" ياد کړى دى.
ویل شوي، چې طالبانو دغه مدني فعال د جمهوري ریاست پر مهال د طالبانو ضد فعالیتونو په تور نیولی دی.
سرچينې زياته کړې، چې تر نيول کېدو وروسته د دغه مدني فعال د برخليک په اړه معلومات نشته.
جمهورخبري آژانس