د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وايي، افغانستان د اوبو د کمښت له سخت بحران سره مخ دی.
دغه سازمان د ځمکې د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل: «د ځمکې د مور د ورځې په مناسبت دې ځان ته یادونه وکړو چې افغانستان د اوبو د کمښت له سخت بحران سره مخ دی، چې له امله یې ۷۹ سلنه کورنۍ کافي اوبو ته لاسرسی نه لري، په داسې حال کې چې یوازې ۲۰. ٪ د پایپ اوبو ته لاسرسی لري."
په همدې حال کې افغانستان له څو کلونو راهیسې له دوامداره وچکالۍ سره مخ دی.
د چاپېریال ساتنې کارپوهان په دې باور دي چې افغانستان د نړۍ په کچه د اقلیم د بدلون له امله ډېر زیانمن دی.
جمهورخبري آژانس