د ایران د ریل پټلۍ ادارې د افغانستان-ترکیې د لومړۍ ټرانزیټي اورګاډي د درولو په اړه راپورونه رد کړل.
دغې ادارې د یکشنبې په ورځ د ثور په ۲ مه اعلان وکړ چې د دوی د څېړنو له مخې تر اوسه له ایران څخه افغانستان ته هیڅ ټرانزیټي اورګاډی نه دی داخل شوی.
د میزان خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د ریل پټلۍ اداره وايي: په ایران کې د افغانستان – ترکیې د لومړۍ ټرانزیټي اورګاډي د راتګ او بندېدو په اړه د خبر له خپرېدو وروسته خبر ورکوي چې د پوښتنو او څېړنو له مخې له افغانستان څخه هېڅ سوداګریز ټرانزیټي اورګاډی نه وځي. تر اوسه پورې د ایران اسلامي جمهوریت پولې ته نه دی داخل شوی.
تر دې مخکې النا خبر ورکړی و، چې د افغانستان لومړنی اورګاډی چې د افغانستان کانونه ترکیې ته لېږدوي، په ایران کې ودرول شول.
ديوبل خبرله مخې : دغه اورګاډي د شنبې په ورځ له هرات څخه له خپل سفر وروسته د ايران خاورې ته ننوت . خو د روزنیک په تمځای کې ایراني چارواکو د نامعلومو دلایلو له مخې هغه ته ترکیې ته د تېرېدو اجازه نه ده ورکړې.
جمهورخبري آژانس