۰

طالبان: کابو دریو کلونو کې مو داعش په بشپړه توګه له منځه یووړ

دوشنبه ۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۳۹
د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اسلامي همکاریو د سازمان له مرستیال طارق علي بخیت سره په کتنه کې وویل چې موږ په څه کم درې کلونو کې داعش په بشپړه توګه له منځه یووړ.
طالبان: کابو دریو کلونو کې مو داعش په بشپړه توګه له منځه یووړ
د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اسلامي همکاریو د سازمان له مرستیال طارق علي بخیت سره په کتنه کې وویل چې موږ په څه کم درې کلونو کې داعش په بشپړه توګه له منځه یووړ.

طالبانو نن دوشنبې (د ثور ۳) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې اسلامي نړۍ او د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره مرستې او همکارۍ ته ژمن دی او د دغه سازمان غړو افغانستان ته یو پلاوی استولی تر څو د افغانانو لومړیتوبونه په ګوته کړي.

بخیت له افغانستان سره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د مرستو په موخه د يوه صندوق د جوړېدو يادونه وکړه او ويې ويل، چې دغه صندوق د افغانانو لپاره د مرستو د راټولولو په موخه جوړ شوى دى.

هغه وویل، د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره کومه پټه اجنډا نه لري، خو هڅه کوي له افغانانو سره د مرستې او له نړۍ سره د افغانستان د تعامل لپاره زمینه برابره کړي.

هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه چې په ځینو مواردو کې اندېښنې لري، باید د حل لپاره یې له طالبانو سره له نږدې خبرې وکړي.

سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل: د طالبانو امارت په څه کم درې کلونو کې په افغانستان کې داعش له منځه وړی او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي.

محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، موږ له اسلامي هېوادونو سره دیني، فرهنګي، تاریخي او سیاسي مشترکات لرو او هیله لرو چې د دغو مشترکاتو د پیاوړتیا لپاره په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.

خبرگزاری جمهور
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي