د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، چې د دې جبهې ځواکونو په کابل ښار کې د طالبانو پر کاروان په برید کې د دغې ډلې ۵ تنه جنګیالي وژلي او ټپیان کړي دي.
دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دوی ځواکونو تېره شپه د وري ۳۱ مه د کابل ښار د دوهمې حوزې اړوند حربي فابریکې ته څېرمه د طالبانو په رینجر برید وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغه برید کې د طالبانو استخباراتي ځواکونه هغه مهال په نښه شول چې د امید سبز ښارګوټي ته د خلکو د کورونو د تلاشۍ او پلټنې په موخه روان وو.
په همدې حال کې په دې وروستیو کې د طالبانو پر وړاندې د ازادۍ او مقاومت جبهې زیاتې شوې دي.
جمهورخبري آژآنس