د اوبو او برېښنا وزارت وايي، یو ترکي شرکت غواړي په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې موخه د یاد وزارت مرستیال عارف الله عارف له ترکي پانګوال عبدالله سروش سره لیدلي دي.
نوموړي ترکي لوري ته ډاډ ورکړي، چې افغانستان اوس مهال امن دی او ټول بهرني او داخلي پانګوال کولای شي، دلته په ډاډه زړه پانګونه وکړي.
په ورته وخت کې د ترکي شرکت مشر عبدالله سروش ویلي، دی غواړي په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې پانګونه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل