کورنیو چارو وزارت وايي، ملا عبدالنافع ټکور د قاري سعید خوستي پر ځای د دغه وزارت د ویاند په توګه معرفي شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د وري ۷ مه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې ملا عبدالنافع ټکور د کورنیو چارو وزارت د ویاند او قاري بسم الله حبیب د مرستیال ویاند په توګه ټاکل شوي دي.
ملا ټکور او قاري حیبیب د مولوي زین الله عابر او قاري سعید خوستي له خوا خپلو نویو دندو ته معرفي شول.
جمهورخبري آژانس:کابل