۰
د امریکا د ګانګرېس غړي:

له افغانستان سره باید داسې مرستې وشي، چې طالبان ترې ګټه وانخلي

پنجشنبه ۲۱ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۶
د امریکا د کانګرېس یو شمېر غړو پر حکومت غږ کړي، چې له افغانستان سره په هغه ډول مرستې وکړي، چې طالبانو ته یې ګټه ونه رسېږي.
له افغانستان سره باید داسې مرستې وشي، چې طالبان ترې ګټه وانخلي
د امریکا د کانګرېس یو شمېر غړو پر حکومت غږ کړي، چې له افغانستان سره په هغه ډول مرستې وکړي، چې طالبانو ته یې ګټه ونه رسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دیموکرات سناتور کریس مورفي پرون چهارشنبې د سلواغې ۲۰ مه د کانګرس یوې استعماعیه غونډي ته ویلي، روښانه ده چې اوسمهال افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو ورکړه اخلاقي خطرات لري.

نوموړي زیاته کړه«موږ کولی شو له طالبانو یې بچ کړو، خو شک نشته چې د مرستو د یوې برخې اثر به د طالبانو پر ساتلو هم تاثیر وکړي، دا په عمیقه توګه د خپګان وړ ده.»

په ورته وخت کې د ژغورنې د نړیوالې کمیټې رئیس او اجرایوي مدیر ډیویډ میلیبنډ امریکایي قانون جوړونکو ته ویلي، افغانستان شپږ میاشتې مخکې یو بیوزلی هیواد وو، ډیر بیوزلی خو نن لوږې سره مخ هیواد دی.

د هغه په وینا د قحطۍ د دغه کړکیچ دلیل، نړیوال اقتصادي سیاست دی چې له اګست میاشتې غوره شوی دی او سږ کال یې مالي جریانونه نه یوازې دولتي بلکې خصوصي برخې ته هم بند کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، د هغه همکاران د رسنیو هغه راپورونه تائیدولی شي چې افغانان د خوراکي توکو د اخیستلو لپاره د خپل وجود غړي پلوري.

د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې جګپوړو سناتورانو هم دا تائید کړه چې افغانان د طالبانو د ځپونکنو سیاستونو په اړه د متحده ایالتونو د اندیښنو له امله ځوریږي.

خو یو شمیر نورو سناتورانو بیا د مرستو د استولو د خطرونو‌ په اړه خبرداری ورکړ.

جمهوري غوښتونکي سناتور ټډ یانګ و ویل«موږ باید له مالي سرچینو څخه د طالبانو د محروم کېدو په برخه کې په خپلو هڅو کې هوښیار واوسو، پرته له دې هغوی یې د نورو ترهګریزو اعمالو لپاره کارولی شي.»

دی وايي، تر ټولو ناوړه حالت به ممکن دا وي چې بشري مرستې مستحقو کسانو ته د رسیدو پر ځای طالبانو او د هغوی ترهګرو شریکانو ته ورسیږي.

د غیر دولتي سازمانونو مشرانو تائید کړه چې له طالبانو سره د مذاکراتو پر اساس د امریکا د یو شمیر بندیزونو کمول ستونزمن دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي