۰
روسیه:

د امریکا له لاسه افغانستان کې د نشه يي توکو کارو بار زیات شو

شنبی ۹ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۹
د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمتري مدودوف وايي، د امریکا له لاسه افغانستان کې د نشه يي توکو کارو بار زیات شو.
د امریکا له لاسه افغانستان کې د نشه يي توکو کارو بار زیات شو
د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمتري مدودوف وايي، د امریکا له لاسه افغانستان کې د نشه يي توکو کارو بار زیات شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مدودوف ویلي، چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر کرکېله سترګې پټې کړې وې.
 
نوموړي زیاته کړې، افغانستان د امریکا له راتګ سره د نشه يي توکو کارو بار او کرکېله ډېره شوه.

مدودوف وایي له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د نشه يي توکو په کرکېله او کاروبار کې څلوېښت سلنه ډېروالی راغی چې د دې هر څه لامل د امریکا بې پروايي وه.

مدودوف زیاتوي، روسیه لا هم په سیمه کې د نشه یي توکو کاروبار ته د خطر په سترګه ګوري او تمه لري چې ددغه پدیدې پر وړاندې اغېزناکه مبارزه وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي