سیمه ییز روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د یوې چاودنې له امله د ښځو په ګډون ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون شنبې د سلواغې ۲ مه ناوخته د هرات ښار د حاجي عباس په سیمه کې د سورلۍ په پلانکوچ ډوله موټر شوې ده.
د هرات روغتیايي چارواکي وایي، په دغه چاودنه کې د څلورو ښځو په ګډون ۷ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د ډاکترانو په وینا د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند محمود رسولي د چاودنې پخلۍ کړی خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل