۰

د هرات پر لار ماین چاودنې پنځه ملکیان ټپیان کړي دي

سی شنبه ۵ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۲
سیمه ییز روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې د هرات – کندهار پر لویه لار د سړک د غاړې ماین چاودنه کې پنځه تنه ټپیان شوي دي.
د هرات پر لار ماین چاودنې پنځه ملکیان ټپیان کړي دي
سیمه ییز روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې د هرات – کندهار پر لویه لار د سړک د غاړې ماین چاودنه کې پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون دوشنبې د کب ۴ مه پر یاده لویه لار د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د ولسي وګړو موټر له هرات څخه د کندهار په لور روان و، چې د هرات شینډنډ ولسوالۍ کې یې موږ د سړک د غاړې خښ شوي ماین برابر شوی دی.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند رفیق شېرزی وايي، په دغه چاودنه کې پنځه ملکي وګړي ټپیان شوي، چې ملکي روغتون ته راوړل شوي دي.

د هغه په وینا په ټپیانو کې یو ماشوم، درې ښځې او یو نارینه شامل دي او روغتیايي حالت یې ښه دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیتسی.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي