۰

د هرات – خوف د ریل پټلۍ څلور ساتونکي وژل شوي دي

سی شنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۹
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د هرات – خوف رېل پټلۍ څلور تنه ساتونکي په ماین چاودنه کې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د هرات – خوف د ریل پټلۍ څلور ساتونکي وژل شوي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د هرات – خوف رېل پټلۍ څلور تنه ساتونکي په ماین چاودنه کې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا دغه پېشه نن سه شنبې د سلواغې ۲۱ مه سهار ۱۰:۳۰ بجې د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په روزنګ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات والي سیدعبدالواحید قتالي ویلي، په دغه ماین چاودنه کې د هرات – خوف رېل پتلۍ څلور ساتونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

والي وايي، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې په اړه څېړنه راونه ده.

د دغه چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم هرات ولایت کې د عامه تصدۍ ساتنې پر ځواکونو بریدونه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:هرات


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي