۰

یونیسف پر ۶۵ زره افغان کورنیو نغدې پیسې وېشي

دوشنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۵
یونېسف په افغانستان کې له ۶۵ زره کورنیو سره د نغدو پيسو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
یونیسف پر ۶۵ زره افغان کورنیو نغدې پیسې وېشي
یونېسف په افغانستان کې له ۶۵ زره کورنیو سره د نغدو پيسو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ادارې کارکوونکي د افغانستان نورستان ولایت ته تللی او هلته یې پر بېوزله کورنیو د پیسو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

دغه اداره وايي، دوی په تېرو شلو کلونو کې لومړنۍ نړیواله اداره شوه، چې کارکوونکي یې نورستان ته ځي او هلته له خلکو سره مرستې کوي.

همدا اوس د د یونېسف د نغدو پيسو د مرستو یوه تنظیموونکې نینکې ووپېن له خپلو همکارانو سره د نورستان مرکز پارون کې دی او هلته خلکو ته پیسې ورکوي.

نینکې ووپېن په یوه پيغام کې زیاته کړه چې د ژمي پر مهال اړمنو ته د مرستو تر ټولو اغېزمنه لار همدا د نغدو پيسو وېش دی.

نوموړي زیاته کړې«موږ دلته د نغدو پيسو د وېش یوه مرکز ته راغلي یو چېرته چې کورنۍ پيسې ترلاسه کوي څو خپلې اساسي اړتیاوې پرې پوره کړي.»

دی وايي، هغوی چې په هر رقم دا پیسې کاروي کولای یې شي که ګرمې کمپلې اخلي، خواړه یا د ماشومانو د درملنې لګښت پرې ورکوي. د دغو ښځو اسناد کنټرولېږي او وروسته به پیسې ورکړل شي.

د یونېسف له لارې پر اړمنو د نغدو پيسو د وېش لړۍ تازه پیل شوې او تمه ده دمګړۍ د نورستان په ګډون په درېیو ولایتونو کې ۶۵ زره اړمنو او بې وزلو کورنیو سره نغدي مرستې وشي.

ملګري ملتونه له څو اوونیو راهیسې افغانستان ته نغدي پیسې استوي او بیا یې د خپلو بېلابېلو ادارو له لارې په مستقیمه توګه په اړمنو خلکو باندې وېشي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یونېسف افغانستان څانګې مرستیال فاروک ادریان دومون په خپل ټوېټر باندې د یونېسف د نغدو پيسو د وېش کارکوونکي ستایلي چې په سختو شرایطو کې اړمنو ته مرستې رسوي.

ښاغلي ومون زیاته کړې چې دا ډېره لویه لاسته راوړنه او غټه خبره ده چې یونېسف د افغانستان په ډېرو لرو پرتو سیمو کې له اړمنو سره د نغدو پيسو مرسته ویشي.

د یونېسف دغه چارواکي زیاته کړې چې په هر ډول شرایطو کې له اړمنو افغانانو سره د مرستې هوډ لري.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي