راپورونه وايي، ترکیه او قطر غواړي چې په افغانستان کې د پنځه هوایي ډګرونو د مدیریت چارې تر لاسه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي، ترکیه به د قطر سره په ګډه د افغانستان د پنځه هوایي ډګرونو مسوولیت پر غاړه واخلي.
د هغه په وینا ترکیه او قطر کېدای شي دا موضوع د راتلونکې چهارشبنې په ورځ د افغانستان له نوي حکومت سره شریکه کړي.
د یادونې ده چې ترکیې وړاندې تر دې هم د کابل د هوایي ډګر د امنیتي چارو د پر مخ بیولو غوښتنه کړې وه خو اسلامي امارت رد کړې وه.
اسلامي امارت د دغه غوښتنې په غبرګون کې ویلي وو، دوی د دغه هوایي ډګر د امنیت ساتنه کې هېڅ بهرني ځواک ته اړتیا نه لري او که چېرته ترکیه غواړي په تخنیکي چارو کې مرسته وکړي نو دوی یې هرکلی کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل