مخکښ امریکايي سناتور لیندسي ګراهام یو ځل بیا د امریکا پر ولسمشر جوبایډن توندې نیوکې کړې وايي، بایډن له افغانستان د سرتېرو په ایستلو سره ستره او تاریخي تېروتنه وکړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي سناتور په یوه مرکه کې ویل، چې بایډن تل د امریکا بهرنۍ سیاست زیانمن کړی دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې له افغانستان د امریکایي ځواکونو بې وخته وتل ستره تېروتنه وه او په دغه هېواد کې د امریکا متحدینو ته شا اړول دغه هېواد په نړیواله کچه بې باوره کړی دی.
امریکايي سناتور ګراهام زیاتوي، د دې وخت دی چې د بایډن او د هغه د ناسمو سیاستونو پر وړاندې امریکایي وګړي اقدام وکړي.
دغه امریکايي سناتور وايي، بایډن د افغانستان په مسئله کې سرتمبګي کوله او د امریکایي جنرالانو خبرداریو او اټکلونو ته یې ارزښت نه ورکاوه، نو له همدې امله په افغانستان کې د هر پېښېدونکي وضعیت مسوولیت پر بایډن دی.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم پر بایډن نیوکې کړې او ویلي یې و، چې هغه په نړۍ کې د امریکا حیثیت له صفر سره ضرب کړ او اوس له امریکا نه څوک وېره لري او نه هم باور.
جمهورخبري آژانس:کابل